نظم
حکم د مرتد
Khushal Khan Khattakخدای دې هيڅوک مرتد نه کا
که مرتد شي ترو دې څه کا
ورته زر عرضه ايمان کړه
په ايمان يې په امان کړه
که بدبخت ايمان رانه وړي
تېغ ورواچوه چې ومړي
دده مال ساتلی بويه
و وارث ورکړی بويه
مرگ د ښځې روا نه دی
بند زندان ور لره ښه دی
چې داخله په اسلام شي
نور دې خلاصه په اکرام شي