نظم

جلاب

Khushal Khan Khattak

هليله نسوت دا دواړه

د نيلتي تخم وغواړه

سره واړه دوه درمه

سم ميده کړه ای همدمه

له تودو اوبو يې نوش کړه

نور خوراک پرې فراموش کړه

چې فارغ شي يو څو لاسه

بهت شوروا وخوره پرې پاسه

چې خوږه شوروا د مږه وي

نه د غوا نه د نور څه وي