نظم
جلاب
Khushal Khan Khattakهليله کابلي مرده
واخله بيا هليله زرده
ورپسې هليله توره
بيا دڼيه واخله ای وروره
تج، کاږه ويلنی دواړه
د نيلتي تخم وغواړه
گل لعل ای اکرمه
هر کدام پينځه درمه
مصبر نسوت دا دواړه
هر يو هفت درمه غواړه
دا دارو واړه وشماره
لس څيزونه شو ای ياره
واړه گوښی گوښی آس کړه
تر غلبيل يې کوز و پاس کړه
بيا يې گډ په گبينه کړه
سره ښه يې خمبيره کړه
لکه زڼي د کرکڼې
گولۍ وکړې گردې پلنې
چې د شپې په وخت څملې
په دهن به يوه ولې
پرې اوبه گوټ کړه شير گرمې
چې گولۍ کړه ترمې ترمې
يو څو شپې دا هسې کار کړه
دگولۍ خوراک وار وار کړه
دا گولۍ به يو څو دسته
د اخلاط بلا کړه پسته
که زخمت دې د سودا وي
پرې به ځي که دصفرا وي
دا جلاب مفيد جلاب دي
صفت شوي په هر باب دي
پرې خوراک وريجې ماسته خوره
نمک سنگ ورسره ته خوره
وريته کړې زيره سپينه
د مستو سره دې وينه
که اثر د اسهال کم وي
په نسوت دې زيات و کم وي
که سناء مکي مومې
ښې فايدې لري معلومې
دوه درمه دې نبات وي
نه دې کم وي نه دې زيات وي
چې فارغ شي يو څو لاسه
بهتر ماست وخوره د پاسه
چې يې وخورې له ما گوش کړه
پرې شير گرمې اوبه نوش کړه
له شودو، پيو خواړه شي
سناء لاله شودو ښه شي