نظم
جهانونه څه لږ نه دي
Khushal Khan Khattakجهانونه څه لږ نه دي
نه نه وينې نادانه
گوره څو دي هسې مځکې
گوره څو هسې اسمانه
واړه ځای دي ستا په زړه کې
ای تر عرش لويه انسانه
آيينه د زړه صيقل کړه
چې يې ووينې ای جانه
که دې دا ننداره وشي
جدا نه يې له سبحانه