څلوريزه

جفا د خلکو هر گوره ډېره شوه

Khushal Khan Khattak

جفا د خلکو هر گوره ډېره شوه

که څوک ښکنځله وکا ورته دعا کړه

که آدم زاد يې خوی د آدم راوړه

غمجن چې ووينې باندې ژړا وکړه