غزل
که اغزي وي ستا له لاسه
Khushal Khan Khattakکه اغزي وي ستا له لاسه
تر ګلونو دي دپاسه
د زړګوټي سر مې ته يې
که ياران لرم بې قياسه
چې به بل تر تا راتېر کړم
دا ويی د زړه وباسه
که د نورو سره خاندم
جهان نه دی بې لباسه
له ماڼيه به دې ومرم
څه خو مخ راوجارباسه
که څوک تا غوندې ښکارېږي
څربښت بېل دی تر اماسه
تر هغه به نادان څوک وي؟
چې خر ښه ګڼي تر آسه
د اغياره سره خانده!
په خوشال تندر پرېباسه