غزل

که مسجد ګورې که دیر

Khushal Khan Khattak

که مسجد ګورې که دیر

واړه دیو دي نه شته غیر

یو مې بیاموند په هر څه کې

چې مې وکړه د زړه سیر

هغه ځای په سیر ګرځم

چې ترې نه رسیږی طیر

خوشحال یو ویني خوشحال دی

ورنه ورک دی غیر و زیر