غزل

که زه نه وای عشق به تالره بلل څوک

Khushal Khan Khattak

که زه نه وای عشق به تالره بلل څوک

په پالنګ به دې دا هسې درختل څوک

واړه عشق دی چې يې سر راته ګياه کړ

ګڼه! زه په ځان مين، د سر ښندل څوک

چې پتنګ ته روښنايي د څراغ ښکاره شي

نور له څراغه نه يې غواړي جار وتل څوک

بدرګه که محبت راسره نه وای

يک تنها به په خونخوارو لارو تلل څوک

ددې ميو پيالې ډېرو دي اخيستې

ولې ما غوندې به نه وي لايعقل څوک

د زنخ په چاه دې بند د شونډو مست وي

روغ هوښيار به په کوهي کې پرېوتل څوک

ته پخپله راته ووايې چې وايه!

ګڼه! زه، د مينې راز ښکاره ويل څوک

ته مې وژنه د قصاص اندېښنه مه کړه!

د خپل خون په تور به ونيسم يو بل څوک

ښه خو دا چې د چا نوم په کې ياديږي

په فاني دونيا به نه وي ژوندی تل څوک

تا پخپله سپينه خوله خوشحال ته ورکړه

ګڼه دی، دا هسې شونډې ښکلول څوک