غزل
که عالم وته دلخواهه بادشاهي شوه
Khushal Khan Khattakکه عالم وته دلخواهه بادشاهي شوه
عاشقي و ماته لا عالي جاهي شوه
د تقوا په کار هر گوره خبردار يم
ولې څه کړم چې نصيب مې گمراهي شوه
شاهدانو ته دخضر عمر غواړم
حيف دا دی چې د عمر کوتاهي شوه
چې له ځايه يې گناه لره پيدا کړم
که نظر وکړې، زما بېگناهي شوه
يار مې وليده له ورايه، شکر دادی
چې قبوله مې دعا سهر گاهي شوه
لکه ستا کسي په خوارو برابر شي
د طالع تر روڼا ښه دا سياهي شوه
زه د يار په جفا هيڅ اهونه نه کړم
راته غم د رقيبانو بد خواهي شوه
ستا د سرو شونډو په درومې حلال شول
ښه چې اوس روا دميو مناهي شوه
سربازي يا د پتنگ يا دعاشق ده
يا قسمت د مجاهد، يا د سپاهي شوه
بخته! دا ځله يې راوله تر غاړې
چې بېړۍ مې په درياب کې تباهي شوه
که خبر له حاله نه وای څه به ښه و
و خوشال ته غم دا خپله اگاهي شوه