غزل

که ۀر چوی دي پښتنې جونه طنازې

Khushal Khan Khattak

که ۀر چوی دي پښتنې جونه طنازې

دا د هند سکڼۍ هم نه دي بې نيازې

نه يې جنگ، نه يې ماڼې، نه يې هوډونه

څړه مهرې، څړه مينې، څړه نازې

خو يوه ذره پړه ناسازه درکا

په ماڼې کې نه دعوې کاندي اغازې

په خدمت کې تر صباحه لکه شمع

په يوه قدم ولاړې، ځان گدازې

په غمزو، په کرشمو، په مکېزونو

فرح بخشې، غم تراشې، دلنوازې

په ادب، په ظرافت، په رموز پوهې

د صحبت ، په علم څو رنگه ممتازې

که هزار جور و جفا ويني له تانه

بيا له تا سره خندا کا په خوله وازې

نوې نوې ښېوې کا، درته جوړېږي

په څو رنگه جلوه کا، جلوه طرازې

د بڼو څو کې يې نېغې ځي تر زړونو

چې تېره تېره کاته کال لکه بازې

په جيبو جيو درته پستې خبرې وايي

هر زمان له تا په څو رنگه همرازې

عجب سړې په پانو شونډې درته خاندي

ميخي غاښ په ميسي تور عشوه پردازې

غټ غټ تي لکه انار، په ملا نر يې

سر تر پايه د اومو ورېښمو سازې

د صورت په لطافت بې مثله روغې

په قامت تر سروې ونې سرفرازې

خرخشې يې دخوشال له دله نه ځي

که جدا دي دماغي باريک مجازې