غزل
که بې نمازه د قيامت په ورځ ممتاز کا
Khushal Khan Khattakکه بې نمازه د قيامت په ورځ ممتاز کا
و جنت ته يې روان په ډېر اعزاز کا
نماز گذارو ته يې هسې حکم وشي
چې فرښتې يې د دوزخ په اور گذار کا
انبيا او اوليا به هيڅوک نه وي
چې له شونډو نه بېرون نری اواز کا
تر عاصي نه لا بتر هغه عابد دی
چې په خپل طاعت به عجب يا به ناز کا
دا ځای کار د هېڅ طاعت نه دی خوشاله!
گوره څوک به په خپل فضل سر افراز کا