غزل
که چرگان قرقره دار دي
Khushal Khan Khattakکه چرگان قرقره دار دي
بيا و باز وته ناچار دي
پرنده دي په ډېر قسمه
څوک دانې خوري، څوک خونخوار دي
نه يو باز دښکار د پاره
نه که چرگ، چرگې هزار دي
چې تېره نوکونه ورکا
بيا هغه تېره د ښکار دي
د معشوقې ښېوې واړه
د نور چا نه دي ديار دي
عاشق عشق لره پيدا دی
کفر، دين يې څه په کار دي
عاشقان د معشوقې دي
نه دمور دي، نه د پلار دي
د خپل ور عاشقان گوره
چې په څو پراته خاکسار دي
په هغو دخدای نظر دی
چې مين په ښه ديدار دي
عشق ناپوه وته اسمان دی
ورته گران دی چې هوښيار دي
په خوشال به عيب نه کا
چې په حال يې خبردار دي