غزل
که همېش د ملامت کاڼي په سر خورم
Khushal Khan Khattakکه همېش د ملامت کاڼي په سر خورم
غم مې نشته چې په تور يې ددلبر خورم
که د سپيو د کودي اوبه يې موم
زه به وايم چې په تن آب کوثر خورم
لکه باد په نرگش ولگي تازه شي
د دلبر څپېړه هسې په بصر خورم
زه به لا ورته تلوار کړم لکه تږی
که تل ستا له لاسه توره يا خنجر خورم
چې په ښاخ يې ډول ډول مېوې زانگې
لا به کله د وصال د ونې بر خورم
تا ويل خوشاله چوب شه، خوله مې واخله!
زه توتي يم چغار وکړم بيا شکر خورم