غزل
که دا عقل د همه خلقو يکسان وای
Khushal Khan Khattakکه دا عقل د همه خلقو يکسان وای
سکه بايده وو چې همه سړي لقمان وای
ددې لال قدر به نه و په عالم کې
که دا کاڼي واړه لال د بدخشان وای
په پيخر به دهر چا کره پراته وو
که دا دُر مې د ږلۍ غوندې ارزان وای
هيڅ حساب به يې په هيڅ ځنگل کې نه و
که در مې واړه گني د هندوستان وای
په خوراک به خر و غويو نه قبلولې
که دبړ، د ونې پاڼې واړه پان وای
دا ټپوس به هم په لاس د بادشاه ناست و
که د باز او د شهند غوندې يې شان وای
د ليلا اود مجنون مينه به هيڅ وه
که همه خلق ليلی او مجنونان وای
ما خوشال دحقيقت په ژبه ووې
درېغه، درېغه که څوک پوه په دا زبان وای