غزل که د عقل څه اثر لرې و سر ته Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که د عقل څه اثر لرې و سر ته لاس په سر مه شه د هر گېدي و درته 02 په نظر د هغو خاورې سره زر کېږي هرچې نه لري نظر و سيم و زر ته 03 بې منته جام د زهرو څښلی ښه دی نه هغه چې منت بار وي وکوثر ته 04 د يوسف له حاله زده کړه دغه پسه وايه حال د زمانې و برادر ته 05 دې فلک و چاته هېڅ بخښلي نه دي چې يې نه دي راپرودلي ځنې بېرته 06 د خروار دعوی يې وگڼه ممکنه که يې پور وي ديوې جودانې درته 07 که له خدايه دې و خلکو وته مخ شي له فردوسه به دې مخ شي وسقر ته 08 همېشه به در په درگرځي رټلی د استوگنې ځای به بيا نه مومې چرته 09 ای رحمانه! کړونی وگوره چې څوک دی له درگاهه يې سر مه اخله بل درته Dictionary meaning × Headword