غزل

که د عقل څه اثر لرې و سر ته

رحمان بابا

که د عقل څه اثر لرې و سر ته

لاس په سر مه شه د هر گېدي و درته

په نظر د هغو خاورې سره زر کېږي

هرچې نه لري نظر و سيم و زر ته

بې منته جام د زهرو څښلی ښه دی

نه هغه چې منت بار وي وکوثر ته

د يوسف له حاله زده کړه دغه پسه

وايه حال د زمانې و برادر ته

دې فلک و چاته هېڅ بخښلي نه دي

چې يې نه دي راپرودلي ځنې بېرته

د خروار دعوی يې وگڼه ممکنه

که يې پور وي ديوې جودانې درته

که له خدايه دې و خلکو وته مخ شي

له فردوسه به دې مخ شي وسقر ته

همېشه به در په درگرځي رټلی

د استوگنې ځای به بيا نه مومې چرته

ای رحمانه! کړونی وگوره چې څوک دی

له درگاهه يې سر مه اخله بل درته