غزل

که د سرو شونډو سره غواړې تحقيق

Khushal Khan Khattak

که د سرو شونډو سره غواړې تحقيق

د يمن په ملک به نه وي دا عقيق

خوله يې هسته ده که نېسته نه پوهېږم

دا رموز دی و هر چا وته دقيق

په زرگونو راته لاف کړي د ياريه

ما يو يار په کې ونه ليده صديق

په هر لور مې غورځوي، په سرلگېږم

زمانې کړم لک سنگ د منجنيق

اول غم د يار و ما وته غليم و

اوس تر ده نه بل څوک نه لرم شفيق

په لومړي قدم دې سر له تنه پرې کا

چې قدم کېږدې په دا خونې طريق

چې د عشق په بحر ډوب دی حال يې گوره!

د دنيا په حال خبر نه دی غريق

طلبگار يې د وصال په لوی طلب وي

له ازله يې راوړی دا توفيق

ازاده عالم بندي دی که يې گورې!

د زلفينو په زنځير يې دی عتيق

گټه زيان د عشق يوازې د عاشق دی

اميد قطع کړه خوشاله! له رفيق