غزل
که د شعمې غوندې کښېناستې مخ پټه
Khushal Khan Khattakکه د شعمې غوندې کښېناستې مخ پټه
تجلي دې دجمال وينم تر څټه
ته درځه، په نجاست باندې پيرې کړه
د گلزار له گلو څه غواړې گونگټه!
د چندڼ د ونې لږ لرگي تحفه دي
نه د بلې بدې ونې درسته سټه
په وکښلو به يې څوک وي چې بد وايي
د گنډېر ونه که خېږي تر بنسټه
که په څو راباندې وخېږي خطا شي
راته وايه چې دې پرېوځه دواړه مټه
مگر مرگ يې په ارمان وبله جدا کا
د جيجي جدايي نشته له لويټه
چېدې زړه، هغه به ووينې خوشاله!
خو يوه قطره که تېر شې تر دا خټه