غزل که دا ستا سترگې راوجار باسم ځان ته Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که دا ستا سترگې راوجار باسم ځان ته له ښاديه به نور شا کړم و جهان ته 02 يو زمان مې که دا ستا ليدل نصيب شي نور به سترگې پورته نه کړم گلستان ته 03 طبيبان دې خپل دارو ور څخه کېږدي تا ويشتلي مينه نه کا و درمان ته 04 کفرستان د شاه د تورو زلفو گوره! چې په څه رنگه تاوېږي و ايمان ته 05 چې په ما باندې تېرېږي ستا په عشق کې خدای دې هسې حال پېښ نه کا مسلمان ته 06 په جورا بورا به هم نه کا وتنه عاشقان کله فارغ دي و سهمان ته 07 اول ښه شهپر پيدا د الوتو کړه بيا له پسه الواته کړه و اسمان ته 08 په فراق د ښو يارانو چې ډېر ژړام دواړه سترگې مې پېغور کا و باران ته 09 چې په خپله افغاني ژبه نادان دی په ترکي خبرې څه وايې افغان ته 10 ما يې دواړه شونډې بياموندې په کور کې نور دې لعلو لره درومي بدخشان ته 11 هغه شونډې چې ځايي بې پانو سرې دي هغه شونډې څه حاجت لري و پان ته 12 له خوشاله يې بهرام غوندې پيدا کړ دم واهه نشي څوک څه وايي يزدان ته Dictionary meaning × Headword