غزل

که د يار پسې څوک سپينې جامې رنگ کا

Khushal Khan Khattak

که د يار پسې څوک سپينې جامې رنگ کا

اواره دې د نيمگړې دنيا ننگ کا

شپه او ورځ دې پسې ژاړي يار دې غواړي

که مين وي په رښتيا ځان دې ملنگ کا

و اشنای وته د يار مينه څرگنده

لکه قصد چې له ډيوې سره پتنگ کا

داد غم کښتۍ چې گرځي په درياب کې

يوه ورځ به يې ذرې ذرې نهنگ کا

ښايسته بلا دې وليده خوشاله!

اوس که زړه منع کوې سترگې دې جنگ کا