غزل
که د زړه څه خو ترس، ډار وای څه به ښه و
Khushal Khan Khattakکه د زړه څه خو ترس، ډار وای څه به ښه و
لږ دې مهر په ما خوار وای څه به ښه و
زه چې ستا له غمه زار کړم ستا په در کې
که دې غوږ زما په زار وای څه به ښه و
چې په ما باندې پېغور کا ستا په عشق کې
ستا له حسنه خبردار وای څه به ښه و
هر چې نن دزهد لاف کا په جهان کې
په ليدو دې پرهېزگار وای څه به ښه و
پس له مرگه مې يو هسې مکان گور شوای
چې پرې تل دکښليو لار وای څه به ښه و
ستا په کوی کې ډېر کوټه تازيان پراته دي
زه هم گډ د دوی په شمار وای څه به ښه و
ستا په غم به په دا لږ عمر موړ نه شي
د خوشال عمر بسيار وای څه به ښه و