غزل

که دما د ږيرې يو ويښته تور نه شته

Khushal Khan Khattak

که دما د ږيرې يو ويښته تور نه شته

لا دما و تورو زلفو وته زړه شته

عشقه! ته له ما نه مه درومه، که زوړ يم

د ځوانانو سره ډېر د لارې مله شته

ډېر نادار تر دنيا دارو لا بهتر دي

چې همت لري، پهکور کې يې هر څه شته

که اور ولگي په خونه، غم يې کوم دی

د هغه چې يې په خونه کې سپين سره شته

که ځواني له مانه ولاړه شکر دادی

چې مې لا وکښلي مخ وته لېمه شته

په جفا د وفا قدر څرگندېږي

د خوږو قدر به نه ځي چې ترخه شته

تږي ولې تشنه لب بې ځايه گرځي

چې نژدې ورته خوږې سړې اوبه شته

په بدخوی کې سړی بد، په ښه خوی ښه شي

سرشته د خلق دا ده چې بد، ښه شته

د نېکيه نوم يادگار پرېږده خوشاله!

عاقبت له دې فاني جهانه تله شته