غزل

که دې پرېکړه له وگړيو رښتيا طمع

Rahman Baba

که دې پرېکړه له وگړيو رښتيا طمع

نور بادشاه يې هر گز مه کړه له چا طمع

زېړی رنگ د اشناييه مبدل شي

پيدا مه شه د انشا له اشنا طمع

چې له ښکليو ددې د هر وفا غواړي

د نادان په څېر يې شي له کېميا طمع

چې مراد غواړې د زړه له مهرويانو

ستا په دام کې نيوی شي د عنقا طمع

خدای د عقل جواهر ورته بخښلي

له نادانو به څه شان کا دانا طمع

ځکه سپی د فقير پښې او لمن نيسي

چې د خدای له دره پرې کا گدا طمع

له دغه رنځ يې طاعون تبه بهتر دي

ای رحمانه! خدای دې مه کړه پيدا طمع