غزل

که ديدن شوای بې نصيبه

Khushal Khan Khattak

که ديدن شوای بې نصيبه

ما به وليدای حبيبه

په پرهار مې اور بلېږي

دارو مه سېځه طبيبه

زه د يار يم، يار زما دی

تر منځ څه غواړې رقيبه!

لېوني به لېونتوب کا

بې پروا دي له اديبه

و عاشق و ته ناصحه!

څه ويل کړې بې تقريبه

ما د عشق سبق اخيستی

له بورا، له عندليبه

تر فرهاده، تر مجنونه

په خوشال پېښه عجيبه