څلوريزه
که ډېرې ښکلې په صورت بزرگې شته
Khushal Khan Khattakکه ډېرې ښکلې په صورت بزرگې شته
لکه مهرو ده د کومې پرگې شته
هر چا چې وليده زړه يې پرې بايلود
خوشال وېرېږي، دده هم سترگې شته
څلوريزه
که ډېرې ښکلې په صورت بزرگې شته
لکه مهرو ده د کومې پرگې شته
هر چا چې وليده زړه يې پرې بايلود
خوشال وېرېږي، دده هم سترگې شته