نظم

که فرزند غواړې له خدايه

Khushal Khan Khattak

که فرزند غواړې له خدايه

چې لري حيا وفا

چې له حيضه پاکه نه شي

دخول مه کړه د نسا

چې له حيضه پاکه نه وي

بد فرزند شي تري پيدا

که دليل غواړې له مانه

لاس په لاس دی دليل دا

وبهرام وته نظر کړه

هم وفا هم يې حيا