غزل

که غمونه ددې خپل خاطر کباب کښم

Khushal Khan Khattak

که غمونه ددې خپل خاطر کباب کښم

بويه دا چې دفترونه يا کتاب کښم

په بيان، په قصيده به تمام نه شي

که ناسازې د سپهر و د شهاب کښم

د فراق غمونه لور په لور انبار دي

په کاغذ باندې د کوم يوه حساب کښم

په ډېر غم کې هيڅ خبر نه يم له حاله

چې زه دا ويل په ويښه، که په خواب کښم

که جفا د زمانې ده، که دخلکو

زه به دا واړه په حکم د وهاب کښم

چې فلک باندې دهېچا حکم نشته

چې يې ظلم، ستمونه انقلاب کښم

د اگرې په کوټ کې بند شاه جهان دی

د دارا به هغه کوم فاني جناب کښم

نه به زړه زما سړېږي نه به بس کړم

ورځ و شپه که سلامونه په احباب کښم

خراب شوي د فلک له لاسه ډېر دي

اوس به حال د هغه کوم يوه خراب کښم

که د خوږ خاطر له حاله چا ته زار کړم

يا آهونه يا ژړا يا به عذاب کښم

يو مکتوب د خپل اشنا رالره راغی

اوښکې بغرگې تويوم چې يې ځواب کښم

حاسدان مې په مثال لکه کلاب دي

حيف نه دی چې به جور دکلاب کښم

ما خوشال په خوب دا حال نه و ليدلی

چې به دا د غم بيتونه په پنجاب کښم