غزل
که گناه نه کړی ادم
Khushal Khan Khattakکه گناه نه کړی ادم
ترو په چا به شو کرم
سکه کرم لره بايده دي
چې پيدا شوای بل عالم
چې کرم د کريم وشو
له گناهه دې څه غم
په يوه توبه گناه ځي
د سړي له عمره سم
گرد غبار چې په گل پرېوځي
شست و شوی يې کا شبنم
د مومن گناه په غاړه
د شيطان وي بېش و کم
شاهزاده چې بدي وکا
د نديم سر شي قلم
دده بد په نور وېشل شي
يار تر ياره نه دی گرم
په لاتقنطوا خوشاله!
تل خوشال اوسه خرم