نظم

که جمال دی که ډېر مال دی

Khushal Khan Khattak

که جمال دی که ډېر مال دی

که ډېر علم ښه نسب

دا په هر لوري لږ نه دي

هنرونه بولعجب

که صفت کړې د ښه خوی کړه

په ښه خوی کوه طرب

د ښه خوی منصب باقي دی

باقي نه دی بل منصب