نظم

که له کوره تو ښه نه واخلي

Khushal Khan Khattak

که له کوره تو ښه نه واخلي

په خوارۍ بدۍ به مومي خپل نصيب

چې و خواست و ته ولاړ وي يا حرص ته

له ژوندون نه به وېزار شي عنقريب

د چا زخم د چا حد د چا تعزيز دی

هر سړی په خپل انداز مومي تاديب

که انصاف او عدل دا د سياست نه وي

شک به نه و د وگړي په تخريب

عالمان دشريعت لکه څراغ دي

نور په لور د روښناييې اساليب

دا د ځمکې مخ يې واړه په حساب دی

بېرونه تر شرعې نه شته يو جريب

په دانه دانه غلې واړه حساب دي

په حساب کې هم مويز دی هم ذبيب

د درياب اوبه دشرعې د په حساب دي

وهر څه ته يې ور کړی دی ترتيب

دا همه واړه د شرعې خدمتگار دي

محتسب، قاضي، مفتي، ملا، خطيب

عاقبت مريد د شرعې د امي شو

که خبرې بو علي کړې عندليب

په جهان کې بل رقيب د شرعې نشته

که رقيب دی يوشيطان يې دی رقيب

مخالف د شرعې واړه شيطاني دي

مخ يې تور شه چې عمل کا په تکذيب

چې غمخور دې د هر کار نه دی په دين کې

نه دې يار دی نه محب دی نه حبيب

د عنصر دصنايع فکرونه پرېږده

که پوهېږي شرعه نور لري ترکيب

فلسفه معتزله واړه گمراه دي

چې بې شرعې په خپل رای کاندي ترغيب

دوه اويا ملته واړه آلوده دي

په کې يوملت دشرعې دی نجيب

رنځ زحمت دې خدای در نه کاندي خوشاله

گڼه کړه دارو دشرعې په طبيب