غزل که له تا يې شرم نه کيدی مهرۍ Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که له تا يې شرم نه کيدی مهرۍ مخ به پټ نه وو د حورو د پرۍ 02 چې آفتاب دې تر رخسار پورې خجل شو له دې وېرې زيست په شپه کا قمرۍ 03 سنا تر حسنه پورې حسن واړه هېڅ دی نېست به څه له هستو کا برابرۍ 04 بې د ستا د تورو سترگو جادوگرو کوم آهو د بيابان زده وي دم گړۍ 05 ستا د عشق د توري هسې رنگ گوزار دی چې له مخه يې حباب شي ککرۍ 06 دلبري او دلجويي لکه چې ستا زده چا زده هسې دلجويۍ او دلبرۍ 07 حسن واړه د عاشق په عشق موقوف دی معشوقه که فرښته وي که پرۍ 08 و عاشق ته ديار غم واړه ښادي ده د رضا په ملک کې نشته دلگيرۍ 09 دا دستور دی چې له درده زگېروی خېژي گڼه څه وو د رحمان له شاعرۍ Dictionary meaning × Headword