غزل
که له تا يې شرم نه کيدی مهرۍ
رحمان باباکه له تا يې شرم نه کيدی مهرۍ
مخ به پټ نه وو د حورو د پرۍ
چې آفتاب دې تر رخسار پورې خجل شو
له دې وېرې زيست په شپه کا قمرۍ
سنا تر حسنه پورې حسن واړه هېڅ دی
نېست به څه له هستو کا برابرۍ
بې د ستا د تورو سترگو جادوگرو
کوم آهو د بيابان زده وي دم گړۍ
ستا د عشق د توري هسې رنگ گوزار دی
چې له مخه يې حباب شي ککرۍ
دلبري او دلجويي لکه چې ستا زده
چا زده هسې دلجويۍ او دلبرۍ
حسن واړه د عاشق په عشق موقوف دی
معشوقه که فرښته وي که پرۍ
و عاشق ته ديار غم واړه ښادي ده
د رضا په ملک کې نشته دلگيرۍ
دا دستور دی چې له درده زگېروی خېژي
گڼه څه وو د رحمان له شاعرۍ