غزل

که مليح يې، د زړه مينه په مليح کړه

Khushal Khan Khattak

که مليح يې، د زړه مينه په مليح کړه

که قبيح يې، درومه! چارې د قبيح کړه

د بهار گلونه ډېر دي، واړه گوره

چې دې زړه وي هغه گل پکې ترجيح کړه

که دې زړه دی چې دمخ ثنا يې وايې

د بلبلې غوندې خپل زبان فصيح کړه

مسيحا د رنځ و هر لوري ته ډېر دي

د خپل رنځ دوا له وخته په مسيح کړه

له ازله يې رند، رند زاهد، زاهد کړ

زه به ډکې پيالې اخلم، ته تسبيح کړه

په حسد، په رخه څه زما پروا ده

چېدې پټه کينه کړه، اوس يې صريح کړه

زه که بد يم هم ديار د سترگو تور يم

و هرچا وته زما د عيب تشريح کړه

د توبې درياب يې تا لره پيدا کړ

د گناه له تور يو ځان لکه صبيح کړه

دا د سر په سترگو مه گوره خوشال ته

که دزړه سترگې لرې، ښه يې صحيح کړه