غزل

که مردي دې په دستار ده، په منډوسه

Khushal Khan Khattak

که مردي دې په دستار ده، په منډوسه

سکه مردي دې مبارک، برېتونه پوسه

کشکې زه د نامردانو په شماره وای

چې فارغ وای له ارمانه، له افسوسه

د لوهړ گلونه ښه دي تر نلگوسې

ولې بيا چېرې لوهړ، چېرې نلگوسه؟

چې ظاهر، باطن يې دواړه حبطه وي

منافق سړی بتر گڼه تر کوسه

په دروغ، په ناراستيه کې ډېر غم دی

د رښتيا روزگار کوه بېغمه اوسه

چې به هر کله جفا کړې وفا هم کړه

د اغزيو سره گل لري پلوسه

په جهان کې بد خويي واړه دوزخ دی

د خوشال له دله خوی د بدو يوسه