غزل

که مسجد گورې، که دير

Khushal Khan Khattak

که مسجد گورې، که دير

واړه يو دي، نه شته غير

يو مې بياموند په هرڅه کې

چې مې وکړ د زړه سير

هغه ځای په سير گرځم

چې ترې نه رسېږي غير

په احوال باندې يو دوه شي

ځکه نه شته باندې خير

خوشال يو ويني خوشال دی

ورته ورک دی غير وزير