نظم

که مينه د صديق ولاړه صادق يم

Khushal Khan Khattak

که مينه د صديق ولاړه صادق يم

هسې ما گڼه په مهر د عمر

په عثمان باندې به څه وايم چې څو يم

په هزار رنگه مين يم په حيدر

محبت د خاندان لرم په زړه کې

دولس واړه امامان مې دي بصر

پاکيزه سني مذهب يم نور څه نه يم

چې مې نور څه گڼي خاورې يې په سر

رافضي خارجي دواړه توکه ښه دي

د يوه سترگې په سيخ د بل ځيگر

زه خوشال چارياری يم خوښ له خدايه

چې سني راغلم په دين د پيغمبر