غزل

که مېوه د چندڼ نشته، هسې شنډ دی

Khushal Khan Khattak

که مېوه د چندڼ نشته، هسې شنډ دی

لا يې ښه تر مېوه دارو ونو خنډه دی

وايې زه به په تا وکړم ځينې چارې

زه ددې چارې ارمان لرم ډېر ځنډ دی

که مې ځان ځي که جهان پرې به يې نه ږدم

ما نيولی اوس دعشق د سورو منډ دی

په دا لار د شهسوارانو ختل گران دي

گوډه! څو به باندې خېږې ملنکنډ دی

زه او دا د هر ناکس سازې ، ناسازې

که رښتيا وايم خپل ځان راباندې پنډ دی

که مثال يې په دنيا غواړې له مانه

چې الا بلا پکې وي هغه ډنډ دی

د چړې، دلاره کار نشته نادانه!

چې تبرونه پرې ماتېږي هغه ژغنډ دی

يا سبا دی،يا غرمه، يانماز پښين دی

نمازديگر د ښکار تلک کړم ساعت لنډ دی

څوک د حج څوک د تلقين څوک د مکتب شول

يو خوشال په واړو خلقو کې لونډ دی