غزل که مطلب و مدعا د سړی خدای دی Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که مطلب و مدعا د سړی خدای دی هر هر مړی د ژونديو رهنمای دی 02 مسافر چې په رحلت کې وبله غږ کا هر آواز يې خواب آلود لره دد رای دی 03 که سړی و حقيقت وته نظر کا ژوندی خلک واړه ناست د مړو په ځای دی 04 دا خو بخت دی څوک يې تور کړ څوک يې سپين کړ گڼه عين لکه زاغ هسې همای دی 05 لکه فرق چې دهمای او د زاغ نشته هم دغه دليل دشاه او د گدای دی 06 ته نظر د کاريگرو په کار مه کړه کار همه واړه موقوف په کار فرمای دی 07 سالکان چې د جهان تماشه کاندي له جهانه يې مطلب جهان ارای دی 08 که څوک خپل دست و پای وباسي له ميانه خدای په خپله د بې دستو دست و پای دی 09 په هغه جهان نېکي او بدی نشته هر مطلب د طالبانو په دا سرای دی 10 زه رحمان يوازې نه يم په دا کار کې همېشه د يار په يار پسې وای وای دی Dictionary meaning × Headword