غزل
که مطلب و مدعا د سړی خدای دی
رحمان باباکه مطلب و مدعا د سړی خدای دی
هر هر مړی د ژونديو رهنمای دی
مسافر چې په رحلت کې وبله غږ کا
هر آواز يې خواب آلود لره دد رای دی
که سړی و حقيقت وته نظر کا
ژوندی خلک واړه ناست د مړو په ځای دی
دا خو بخت دی څوک يې تور کړ څوک يې سپين کړ
گڼه عين لکه زاغ هسې همای دی
لکه فرق چې دهمای او د زاغ نشته
هم دغه دليل دشاه او د گدای دی
ته نظر د کاريگرو په کار مه کړه
کار همه واړه موقوف په کار فرمای دی
سالکان چې د جهان تماشه کاندي
له جهانه يې مطلب جهان ارای دی
که څوک خپل دست و پای وباسي له ميانه
خدای په خپله د بې دستو دست و پای دی
په هغه جهان نېکي او بدی نشته
هر مطلب د طالبانو په دا سرای دی
زه رحمان يوازې نه يم په دا کار کې
همېشه د يار په يار پسې وای وای دی