غزل که مې ونمانځي ساقي په يوه جام Rahman Baba Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که مې ونمانځي ساقي په يوه جام تر دا هورته به نور څه وي احترام 02 بس دی مالره دا فيض د شرابو چې پرې پرېوينځم دا دلق ارزق فام 03 می خواري که په عالم کې بدنامي ده ما تر پښو دی لاندې کړی ننگ و نام 04 په ميزان کې يو سر لعل وي بل سر کاڼي مساوي ده عاشقي په خاص و عام 05 عاشقان د سپين رخسار د تورو زلفو څه پروا لري دکفر داسلام 06 په مجنون باندې قلم راغلی نه دی که حلال په مخکې ورشي که حرام 07 حلال عشق دی په رحمان باندې راغلی په حلالو کې مدام وي احترام Dictionary meaning × Headword