غزل
که مې ونمانځي ساقي په يوه جام
رحمان باباکه مې ونمانځي ساقي په يوه جام
تر دا هورته به نور څه وي احترام
بس دی مالره دا فيض د شرابو
چې پرې پرېوينځم دا دلق ارزق فام
می خواري که په عالم کې بدنامي ده
ما تر پښو دی لاندې کړی ننگ و نام
په ميزان کې يو سر لعل وي بل سر کاڼي
مساوي ده عاشقي په خاص و عام
عاشقان د سپين رخسار د تورو زلفو
څه پروا لري دکفر داسلام
په مجنون باندې قلم راغلی نه دی
که حلال په مخکې ورشي که حرام
حلال عشق دی په رحمان باندې راغلی
په حلالو کې مدام وي احترام