غزل
که نيولې زرکه باز پرېږدي لکه چنگه
Khushal Khan Khattakکه نيولې زرکه باز پرېږدي لکه چنگه
زه به هم له لاسه پرېږدم شوخه، شنگه
ور په ور، کلی په کلي پسې گرځه
دروېزه که د ديدن مومې ملنگه!
گل که هر څو ښايسته دی په دا باغ کې
که يې وينې بيا اغزي لري له څنگه
چې دې توان رسي په لوی درياب کې گرځه
په بېله کې دې زوال وينم نهنگه!
عاقبت به ککرۍ ورباندې کېږدې
تر څراغ چې کيڼ و ښی گرځي پتنگه!
پند گويان چې عاشقانو ته پند وايي
د هوښيار په پوهه سر وهي له سنگه
تر سهره مې د ياره سره ناز و
درسته شپه راته کوتاهه شوه تر درنگه
هغه يار که په پالنگ راسره نشته
دا هم شکر چې يې بوی ځي له پالنگه
چې يې زړه د معشوقې په مينه مست شي
د هغو سړيو څه له نام وننگه
لېونی به لېونی نه وعالمه!
که يې بخره وای له عقل و له فرهنگه
که ليلا و نور عالم ته کښلې نه وه
په دا څه چې و مجنون ته وه خوشرنگه
د غمزې په تېغ يې خوږ ښه يې خوشاله١
مېړني په روغ صورت نه ځي له جنگه