غزل
که نيمگړې پياله راکړې، ساقي! تا زده
Khushal Khan Khattakکه نيمگړې پياله راکړې، ساقي! تا زده
همگي مدار په نيت دی، باقي تا زده
د شرابو په مستۍ بېخوده لاړې
که له سره دې پرېوځي طاقي تا زده
د بابا په رضا څه! جنت به مومي
روايت مې درته وکړ عاقي! تا زده
زه دې وخوړم په مار د تورو زلفو
حال مې خود وينې په سترگو، راقي تا زده
د خوشال غوندې همېش په ځان نا چاق يم
ته چې تل په صورت چاق يې چاقي تا زده