غزل

که په عشق کې زړه د نورو په ليده ځي

Khushal Khan Khattak

که په عشق کې زړه د نورو په ليده ځي

زما زړه په اروېده تر ليده ښه ځي

نورې مينې يې زما له دله يووړې

يکباره مې په ديدن پسې لېمه ځي

هسې ياد بويه چې يو ځله يار ياد کړې

نور دې وينې لکه باز تر هر ويښته ځي

پکې خيال د سرو قدو دی پالم يې

چې مې هر کله تر دوو سترگو اوبه ځي

که په زړه شوای زه به اوس د يار څخه وم

چا وی دا چې پښې هورې درومي چې زړه ځي

نه په زړه ده، نه په پښو، د خدای په کړه ده

دا غريب سړی همه دخدای په کړه ځي

که دمال ده، که د ملک ده، که د زر ده

وار په وار مې د زړه مينه له هر څه ځي

د دنيا مينه په زړه باندې لوی بار ده

آزاده به بار په زړه و گور ته نه ځي

روغ به خوب د بېغميه کا خوشاله

چې څه خوږ د زړه لري، خوب دهغه ځي