غزل

که په حسن د کشمير خوبان اوڅار دي

Khushal Khan Khattak

که په حسن د کشمير خوبان اوڅار دي

يا د چين و د ماچين، يا د تاتار دي

پښتنې جونه چې ماپه سترگو ځير کړې

هغه کل واړه خجل د دوی تر کار دي

په ښايست باندې يې ختمه دا وينا ده

چې په اصل د يعقوب قوم و تبار دي

هيڅ حاجت نشته دمښکو ، د گلابو

په پنځه وخت نمانځه عطر عطار دي

که ټيکه، که کټماله که نور سينگار دی

دا همه تر تورو زلفو پورې خوار دي

که اوډنی مقيش دوزی، که سالو دی

دا همه واړه تر سپين پړوني ځار دي

تر صورت يې د سيرت خوبي افضل ده

تر ظاهر يې د باطن خواږه بسيار دي

کل روزگار يې سر تر پايه پرده پوښ دی

نه گرېوان تر نامه څيرې په بازار دي

له حجابه پورته غټ کتلی نه شي

نه آموخته په ښکنځلو په پايزار دي

ماخوشال په ډېرو لږ دي څه ويلی

له دې حاله گوی مگوی ويل بې شمار دي