غزل

که په هند کې نشته سپينه

Khushal Khan Khattak

که په هند کې نشته سپينه

هوسۍ سترگې مه جبينه

خدايه تا وماته راکړې!

يوه سبزه نمکينه

په دوو زلفو عنبرپاشه

په دوو شونډو شکرينه

چې هر ځای وته يې گورم

ښايسته کښلې مهينه

خودنمايه خود ارايه

خود پسنده نازنينه

هوسناکه ښېوه گره

شوخه شنگه، دل سنگينه

د يارۍ په علم پوهه

سخندانه نکته چينه

ورځ و شپه کا ځنې چارې

په خوشال د کښليو مينه