غزل

که په زړه کړې د خوشال خبرې زبرې

Khushal Khan Khattak

که په زړه کړې د خوشال خبرې زبرې

د دانش له کاره نه دی لرې برې

خلايق په تفاوت سره پيدا دي

پوهې نه دي سره واړه برابرې

په زرگونو کې يوه دوه سړي خبر وي

نورې واړه خلقې دي نا خبرې

لکه کار د خوی خصلت په تفاوت دی

هسې زېږي په ښايست سره دلبرې

د سيرت زېبايي ښه ده تر صورته

چارې واړه د باطن دي معتبرې

که مې نوم په ژبه نه اخلې هيچرې

په تش نوم به دې هم سود کوم دلبرې

د زاهد د سترگو آب هومره په ځای دی

چې بې سترگې باندې نه دي برابرې

د ښاديه نوم پرې ځوږ دی تل تر تله

چې په زړه يې ستا د غم شيتۍ شي سري

زه به څه ځنې ماڼه کړم يوه زه نه يم

په غمزه يې خلقې کړلې ډبرې

د بڼو سوری يې خار په پښو څرخېږي

له حيا چې کوز کوز گوري ناز پروري

شونډې ستا لکه نبات هسې خوږې دي

تريخ ويل ځنې نه ښايي لب شکرې

وايي شته په چين ما چين کې کښلې ډېرې

خدای دې نه کا چې تر تا به وي بهترې

بې خبر له ځانه ډېر درته پراته دي

ته يې هم په حال خبر شه، بې خبرې

د ختا د ملک نافې واړه خجل شي

چې دتا زلفې ښکاره شي معتبرې

که دې چېرې د اشنا په لور گذر شي

د سبا باده! زما سلام پرې ورې

لاس په لاس مو سره وکړلې څه چارې

چې پرون مو تور منگور وژی په لارې

دواړه پښې له تا نيول ، له ما اخيستل

زه به پاس په سترگو کېږدم ستا پايزارې

څه اغزي لرې په مخ کې زړه مې سکڼي

ای په تور باڼه زما د زړگي خارې

د ويتوالي به يې څه ثنا صفت کړم

چې سبا کړې د غونچې پاڼې وېزارې

چې مې پاس په غاړه پروتې څنډېدلې

باد کړې ستا مختولې زلفې تار په تارې

چې په تا باندې يې جوړ کړم زړه مې ښه شي

نوم د حورې د پرييې ای نگارې!

غړول يې هم وتا وته ښکاره دي

چې دا تورې سترگې ته لرې خونخوارې

څه کوم، که ته ښکنځل کړې لا خوشال شم

چې کومه ستا دمخ زېبا نندارې