نظم

که پنځوس دي که شپېته دي داغ د زړه دي

Khushal Khan Khattak

که پنځوس دي که شپېته دي داغ د زړه دي

يو څو لا پکې افت شول تر ا ميانه

هيڅ په دا خبره ځای د بلې نشته

له فانې جهانه تلل دي له ارمانه

چې هنر يې د لويۍ ونيو په لا سکې

د هغه وجود پارس شو واړه زر دی

چې يې ورځ و شپه په ما باندې يوه کړه

درېغه درېغه جټ و باز و صدر خانه

څو گردش د زمانې سره څرخېږي

زنده سر به پاتې نه شي بې خرېزانه

چې دې زه له ښو يارانو نه جلا کړم

راته وايه سود دې کوم وشو اسمانه

په يرغ په مصلحت په پريڼ نه ده

اسماني بلا پرېوځي ناگهانه

چې همېش په يوه حال دی هغه خدای دی

په سړي باندې ورځي گرانه اسانه

د سړيو حال که تل په يوه شان وای

د سلمان گوته به نه تله له سلېمانه

د ډيلي تخت کا تل په يوه کس وای

بل به نه و باندې بې له شاه جهانه