غزل
که راضي مې په وفا او په جفا يې
Khushal Khan Khattakکه راضي مې په وفا او په جفا يې
نور رادرومه چې زه ستا يم ، ته زما يې
بې له ما که جهان ستا شي په اور بشه
چې زه ستا شم که اوربشې خورې دارايې
که دې طمع د مخلوق له وره پرېکړه
بادشاهي دې مبارک شه که گدايې
غاړې غرونه خبردار دي چې مجنون يم
که جهان په دا خبر دی چې ليلا يې
ستا د غم په توره مړ، په ور دې پروت يم
کله کله راته گوره مسيحا يې
جگې جگې په لېمه مې قدم کښېږده
چې ړندې سترگې مې روغې شي توتيا يې
کله ما و تا روزگار په يوه ځای کې
بړ بړ راشه د يار سپيه! چې اشنا يې
چې ياري له ياره کړې د سود له مخه
په خاوند مې دې سوگند وي بې وفا يې
چې د يار سره په خپل غرض ياري کړې
د يارۍ بلا په تا شه، يار د چايې
چې دې بولم، معطلي مه کړه رادرومه
که د باز غوندې حاضر په ږغ د بيا يې
په دربار مې چوترې دي د سرونو
راشه واړوه چې په خپل کشتن شيدا يې
چې دې خوی خصلت د رنگ سره جوړ نه دی
رنگ دې ورک شه که هر څو په رنگ زېبايې
په دا هسې ښايسته جمال چې ستا دی
غم، شدت، آفت، فتنو لره پيدا يې
په اميد دې د ديدن په وره کې پروت يم
که ته هر څو له خوشاله بې پروا يې