غزل که رويت يې نا ممکن وای په دنيا کې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 که رويت يې نا ممکن وای په دنيا کې دارني" ويل به نه وو په موسا کې 02 چې موسی وته ځواب لن تراني و څه عجب جلوه ليدله شي په دا کې 03 چې په ملک په ملکوت کې مونده نه شي هغه هسې څيز يې ايښی دی په ما کې 04 زه حيران يم په دا خلکو نه پوهېږم تږی مري ولاړ تر حلقه په دريا کې 05 چې په "لا احصی" ويل يې خبردار کړم چا د ما ژبه گويا کړه په ثنا کې 06 د عاشق له معشوقې سره يو راز دی چې هيڅوک ترې خبر نه دي په دنيا کې 07 چې ليلا کړه د مجنون کونډۍ ما ته خوار مجنون يې سرفراز کړ په هر چا کې 08 نور که هر څو پاکيزه زه گنهگار يم غم مې نشته بيا مې ځای دی په ما وا کې 09 د خوشال د هغو لار سره جدا ده چې يې غواړي په مسواک په مصلا کې Dictionary meaning × Headword